د مننې او مبارکۍ پیغام!

Abdullah Saeed
Tue, Sep 16 2025 1:57 PM
SJAU

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رهبري، د جهادي مدرسې مشرتابه په گډو هڅو او د کونړ ولایت قدرمن والي صاحب د وړانديز په اساس د کونړ او نورستان د متدينو او مجاهدو ولسونو د علمي قشر له‌پاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالیٰ ورعاه د خاص شفقت او د لوړو زده‌کړو محترم وزیر شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب د هڅو او کوښښونو په اساس د افتاء او قضاء د تخصص جامعه منظوره شوه.

د کونړ ولس، علماء کرام، طالب العلمان او مجاهدین دا ستره لاسته راوړنه د علم پرمختگ او تخصص پر لور یو مهم گام بولي او د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالیٰ ورعاه او د لوړو زده‌کړو وزارت محترم وزیر شیخ صاحب حفظه الله له پېرزوينې او شفقت څخه مننه کوي او د الله تعالیٰ په ستر دربار کې ورته د نعم‌البدل غوښتونکي دي.

په پای کې د کونړ او نورستان ټولو معززو علماءکرامو او شریفو ولسونو ته د زړه له تله د دې غوره اقدام مبارکي وایو، الله تعالیٰ دې دا علمي دروازه د نسلونو لپاره د ښې استفادې لامل وگرځوي.

والسلام.

۲۳/ربيع الأول/۱۴۴۷هــ . ق

د کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتو

Latest news

Wed, Oct 07 2026 11:50 AM
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS