دندو لایحو د بیا کتنې او وظیفوي تداخل د مخنیوي په موخه ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Wed, Jul 09 2025 8:19 AM
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د اداري برخې ځينيو آمرينو په کې گډون درلود او د وظیفوي تداخل د مخنیوي او په کاري ساحه کې د وضاحت رامنځته کولو په اړه يې بحث وکړ. په دغه ناسته کې د پوهنتون کادري او اداري بستونو د دندو لایحو د بیا کتنې لپاره د عمومي کمېټې سربېره فرعي کمېټې هم وټاکل شوې چې فرعي کمېټې به يادې لایحې د سمون او وظیفوي تداخل د مخنیوي په موخه وارزوي او عمومي کمېټه به يې د ارزونې وروستۍ پايله له تصحيح او توحيد وروسته د درې اونيو په ترڅ کې د لوړو زده کړو له محترم وزارت سره شريکه کړي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS