د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې گډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه پيل او په چټکۍ سره روانه ده

Abdullah Saeed
Mon, Jun 16 2025 12:40 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار او د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د ازموينو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر او د يادې ادارې د دفتر رييس استاد احمدنويد نوري په ملتيا د بایومتریک معلوماتو د ثبت له پروسې څخه ليدنه وکړه. د بایومتریک معلوماتو د ثبت دا پروسه به د نن ورځې په گډون تر سبا ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د کانکور ازموینې نږدې درې نيم زره گډونوال بایومتریک شي.

پوهنتون رييس له يادې پروسې څخه د ليدنې پرمهال د مسلکي او تخنيکي ډلې د نظم او کارونو له دقت او سرعت څخه خوښي وښوده او د لا ښه‌والي په پار يې مسؤلينو لازمې سپارښتنې وکړې.

د يادونې ده چې د ازموینو ملي ادارې له پلان سره سم د کونړ ولایت د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینه به د چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو د غبرگولي/جوزا پر(۲۸۲۹۳۰مه) نېټه په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون-يارگل بېله کې څخه واخیستل شي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS