اختر د قربانۍ او ذوالحجې مياشتې د فضيلت په تړاو سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Wed, Jun 04 2025 3:26 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د لوی اختر د قربانۍ او ذوالحجې مياشتې د لومړۍ عشرې د فضيلت په اړه سېمينار داير شو. یاد سېمينار چې د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلِف له لوري وړاندې شو، چې د لوی اختر د قربانۍ اړوند مسايل او فضايل يې وار په وار تشريح کړل.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپله وينا کې اخلاص د عمل قبلېدو لپاره مهم شرط وباله او همداراز يې د سېمينار موضوع په اړه د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې. نوموړي استادانو ته لارښوونه وکړه چې د محصلينو فکري او اصلاحي روزنې ته پوره پام وکړي. دا سېمينار په دُعايه کلماتو سره پای ته رسېد.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS