د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ

Abdullah Saeed
Tue, Dec 10 2024 1:50 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د عقيدې ديپارتمنت استاد پوهنيار عبداللطيف عابد د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(په اسلام او نصرانيت کې له يوې څخه د زياتو ښځو سره د نکاح پرتليزه څېړنه) تر سرليک لاندې خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ.

ياد کنفرانس چې پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز په تالار کې وړاندې شو په کې د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان البدر، د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس مولوي خانزاده حنيفي، د ژوري هيئت غړو: پوهندوی عنايت‌الرحمن همت، پوهندوی عطاءالله عصامي او پوهندوی محمد رحيم خاکسار، د پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو گډون کړی وو چې له ازاد بحث او د ژوري هيئت له مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Wed, Oct 07 2026 11:50 AM
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS