سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال معرفي شو

Abdullah Saeed
Tue, Jan 02 2024 8:55 AM
SJAU

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د لوړو زده کړو وزارت د لزوم دید او د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ د ياد معاونيت لپاره ټاکل شوی؛ چې نن ورځ د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب له لوري د پوهنتون منسوبيو ته ور وپېژندل شو.

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله.

غونډې ته د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې نوي ټاکل شوي مرستيال ته د بري هيله وکړه او زياته يې کړه چې دنده امتیاز نه بلکې، یو مسؤلیت دی او هر مسؤلیت چې چا ته سپارل کېږي بايد په ښه ډول يې ترسره کړي، نوموړي همداراز د پوهنتون ټولو منسوبينو ته سپارښتنه وکړه چې د پوهنتون موخو ته د رسېدو په پار له یو او بل سره په همکارۍ او مشوره کار وکړي تر څو ټولې چارې پر وخت او په ښه ډول ترسره شي.

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت لپاره نوي ټاکل شوي معاون پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي هم د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او د مقاماتو له باور او اعتماد څخه يې مننه او د چارو د ښه ترسره کولو ژمنه يې وکړه.

د يادونې وړ ده چې د نظام مشرتابه او لوړو زده کړو وزارت د يو کم ساري گام په ترڅ کې د ۱۴۰۲ کال په تشکيل کې د ۲۵ پوهنتونونو لپاره د علمي څېړنو او مجلې نوي معاونيتونه ايجاد او منظور کړل چې تر دې وړاندې په افغانستان کې هېڅ پوهنتون دا معاونيت نه درلود.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS