د پوهنتون ريیس په خپل کاري دفتر کې؛ د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زیربنا ريیس په مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل

Abdullah Saeed
Sat, Nov 25 2023 2:36 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس پوهنمل محب الله محب په خپل کاري دفتر کې؛ کونړ ولايت ته د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زیربنا ريیس قاضي عبدالعزیز عزیزي په مشرۍ راغلي پلاوي سره وکتل.

یاد پلاوی له فتحې وړاندې د پوهنتونونو د باقیداریو او ناتکمیله پروژو د بررسۍ په موخه ټاکل شوی، چې د خپلو بررسیو په لړ کې یې دا ځل په ياد پوهنتون کې د دا ډول پروژو په اړه د پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره ناسته وکړه.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په ياده برخه کې د لوړو زده کړو وزارت تخنیکي پلاوي ته د همکارۍ پوره ډاډ ورکړ. نوموړي په دغه پوهنتون کې له هغو پروژو هم يادونه چې چارې یې نیمګړې پاتې دي او په دې برخه کې يې له ياد پلاوي د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا ريیس او د یاد پلاوي مشر قاضي عبدالعزیز عزیزي د نوموړي پلاوي په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ټاکل شوی تخنیکي پلاوی، چې د مالیې وزارت او د تفتیش عالي ادارې مسؤلین هم په کې برخه لري، د ختیځ زون د امارتي تحصیلي بنسټونو مالي باقیدارۍ او همدارنګه ناتکمیلې پروژې، چې د بېلابېلو عواملو له امله یې چارې ځنډېدلې، له نږدې گوري، تر څو یې د حل په موخه لازم اقدامات وشي.

د يادونې وړ چې ټاکل شوي تخنیکي پلاوي په خپله برخه کې عملاً  په کار پيل کړ.

Latest news

Tue, Apr 14 2026 2:51 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ د کتابونو، تأليفي او څېړنيزو آثارو او مونوگرافونو د کتنې شرعي بورډ ناسته وشوه

په ياده کاري ناسته کې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي او د ياد بورډ غړو گډون درلود، چې په پیل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

Mon, Apr 13 2026 3:24 PM
Background image

د پوهنتون اداري شورا ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ تر سره شوې يادې ناسته کې چې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو او آمرينو په کې برخه لرله، په پوهنتون. . .

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

BACK TO NEWS