پوهنتون کې د کابل پوهنتون محصلینو ته د کونړ ولايت طبي بوټو په اړه معلوماتي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Thu, Oct 03 2024 8:53 AM
SJAU

د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي محصلین چې د دوه تنو استادانو په ملتيا کونړ ولايت ته په علمي سير راغلي ول، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهنيار ضياء الرحمن حاتم له لوري ورته د کونړ ولايت طبي بوټو په اړه معلوماتي سېمينار وړاندې شو.

يادو محصلینو د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د کونړ ولایت له بېلابېلو سيمو او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د نباتي پوښښ او همداراز د کرنې پوهنځي له څېړنيز فارم څخه ليدنه وکړه او د کونړ ولايت د بېلابېلو طبي بوټو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

د يادونې ده چې راغلو محصلينو ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د درې ورځني سفر په ترڅ کې لازمې اسانتاوې هم برابرې شوې وې.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS