پوهنتون کې د ملکي خدمتونو خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

Abdullah Saeed
Thu, Sep 12 2024 10:30 AM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د اداري او خدماتي خالي بستونو د ډکولو په موخه له(۳۴۲) تنو په شرايطو برابرو نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه. د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د شفافيت په اړه د ازموینې گډونوالو ته پوره ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې هر هغه څوک به يادو بستونو ته بريالی کېږي چې له نورو زیاتې نمرې واخلي. ياده ازموينه پوهنتون د رييس په گډون، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو او د بشري سرچينو د مسؤلينو په حضور کې واخيستل شوه چې بريالي کسان به يې د ملکي خدمتونو د شپږو(۶) خالي بستونو لپاره پر دندو و گمارل شي.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS