پوهنتون د ليليې په مسجد کې محصلينو ته د کونړ ولايت د جهادي مدرسې مهتمم له لوري اصلاحي بيان وشو

Abdullah Saeed
Wed, Jul 02 2025 9:14 AM
SJAU

ياد ولايت د جهادي مدرسې مهتمم ته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د اصلاحي پروگرامونو په لړ کې بلنه ورکړل شوې وه؛ د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري ورته  ښه راغلاست وويل شو. د ماښام تر لمانځه وروسته د جهادي مدرسې مهتمم شيخ الحديث مولوي رحمت دين مدني د نفس اصلاح او روحاني علاج، له غفلت څخه ډډه کول، خپل وخت قيمتي گرځول او د ځان اصلاح پر موضوعاتو تفصيلي بيان وکړ چې دياد پوهنتون سلگونو محصلينو په کې برخه لرله.

Latest news

Thu, Feb 19 2026 1:08 PM
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله او پر يو. . .

Thu, Feb 19 2026 9:40 AM
Background image

د پوهنتون محصلينو ته د رمضان المبارک مياشتې د فضيلت په هکله سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه لرله.. . .

Wed, Feb 18 2026 12:04 PM
Background image

د قرانکريم"ترجمې او تفسير" د درسونو پر دوام د سورة النساء افتتاح وشوه

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د درسونو په لړ کې نن ورځ د قرانکریم"ترجمې او تفسیر" د درسونو پر دوام د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي عبيدالله نعماني له لوري د سورة النساء. . .

BACK TO NEWS