محصلینو ته د نشه‌يي توکو زيانونو په تړاو د پوهاوي سېمينار دایر شو

Abdullah Saeed
Thu, Oct 23 2025 9:40 AM
SJAU

د عامه پوهاوي دغه يو ورځنی سېمينار چې د نشه‌يي توکو زيانونو او حل لارو پېژندنې په تړاو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په چوکاټ کې د رواني مشاورې کمېټې له لوري د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی ؤ، د پوهنتون مشرتابه، استادانو او پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه اخيستې وه.

د سېمينار په پرانيسته کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د نشه‌يي توکو حرمت او زيانونو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او د سېمينار له تنظيموونکو يې مننه وکړه. ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد او د رواني مشاورې کمېټې غړي ن.پوهنيار عمران وقاد له لوري د نشه‌يي توکو زیانونو او حل لارو پېژندنې په تړاو چمتو شوی پرېزېنټېشن وړاندې شو او د گډونوالو پوښتنې يې ځواب کړې.

د يادونې ده چې برخه‌والو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS