د ښوونې او روزنې پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
Thu, Sep 25 2025 3:21 PM
SJAU

په دغه ستاينغونډه کې د ياد پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزارده حنيفي، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو برخه لرله. د غونډې په پيل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس محصلينو ته لازمې لارښوونې او توصيې وکړې او د ممتازو محصلینو هڅې او لاسته راوړنې يې وستایلې. همداراز د غونډې په ترڅ کې ممتاز محصلين په ستاینلیکونو ونازول شول.

هېره دې نه وي چې د دې غونډې په لړ کې د ياد پوهنځي له لوري محصلينو ته د پوهنتوني چاپېريال د پېژندگلوۍ په تړاو چمتو شوي معلومات هم وړاندې شول.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS