د پوهنتون عمومي رئيس د ښوونې او روزنې پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Tue, Dec 23 2025 3:22 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د څېړنو او علمي مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په گډون د ښوونې او روزنې  پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه. په دغه ناسته کې د پوهنتون عمومي رئيس د استادانو له څېړنيزو خدمتونو او فعاليتونو څخه مننه وکړه چې له کبله يې پوهنتون په ملي کنفرانسونو کې لوړ مقامونه خپل کړي دي او زياته يې کړه چې دا د دوی خپلې دندې ته تعهد او ژمنتيا ښيي. نوموړي استادانو ته لارښوونه وکړه چې د ولس بچيانو د روزنې په برخه کې ورسپارل شوی مسؤليت په صحيح نيت او اخلاص سره اداء کړي او خپل کارونه په مشوره او همکارۍ سره مخکې يوسي. ورپسې د ياد پوهنځي رئيس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي د پوهنځي د پرمختگونو، لاسته راوړنو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په هکله معلومات وړاندې کړل، چې د پوهنتون عمومي رئيس د ياد پوهنځي په لاسته راوړنو خوښي وښوده او د ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS