د پوهنتون رييس کونړ ولايت کې د تنوير لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې له چارو څارنه او ارزونه وکړه

Abdullah Saeed
Wed, Jul 03 2024 8:41 AM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار يې ملتيا کوله د ياد تحصيلي بنسټ د علمي، محصلانو، تدریسي او اداري چارو د ارزونې ترڅنگ؛ د نوموړې مؤسسې مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ.

شيخ عبدالمالک محسن د هېواد په پرمختگ کې د علمي بنسټونه رول مهم وباله او د تنوير لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې مشرتابه ته يې ډاډ ورکړ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له دوی سره د ظرفيت لوړونې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي د يادې مؤسسې مسؤلينو ته لارښوونه وکړه چې د محصلينو په سالمه فکري روزنه کې خپل مسؤليت ته پوره متوجه شي.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار د تدريسي بهير د لا ښه‌والي، د نصاب او کورس پاليسۍ بشپړ تطبيق او د محصلينو حاضرۍ په برخه کې د يادې خصوصي مؤسسې مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د تنوير لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې رييس مولوي سراج الاسلام په خپلو خبرو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رهبري پلاوي په ورتگ خوښي وښوده او د يادې خصوصي مؤسسې پر فعاليتونو يې رڼا واچوله.

ياده دې وي چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري په کونړ ولايت کې د تنوير لوړو زده‌کړو له خصوصي مؤسسې څخه په دوامداره توگه ليدنې او له فعاليتونو يې څارنه کوي.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS