د پوهنتون اداري شورا ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Thu, Nov 30 2023 12:25 PM
SJAU

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د چارو په چټکتيا او کارونو کې پر اخلاص ټينګار وشو.

۱۶ مه، جمادی الاول، ۱۴۴۵ هـ . ق

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق په مشرۍ تر سره شوه په کې د پوهنتون آمرينو، عمومي او اجرايه مديرانو برخه لرله.

په دې کاري ناسته کې د اسلامي امارت مشرتابه عالي مقام د فرمانونو عملي کول، په اداري چارو کې سلسله مراتب، اخلاص او چټکتيا، دفترونه له اداري نورمونو سره منظمول او پاک ساتل، د نظام له پاليسيو سره سم د کارونو سرته رسول، له مراجعينو سره نېکه رویه او نور بېلابېل موضوعات بحث شول.

د پوهنتون مالي او اداري مرستيال د يادو موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS