د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسیب کونړ ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
Mon, May 13 2024 8:41 AM
SJAU

نوموړي همدارنگه يوې سترې غونډې ته چې د کونړ ولایت مرستيال والي، د ياد پوهنتون مشرتابه پلاوي، د ولايتي ادارې رييسانو، د کونړ ولایت جیدو علماء کرامو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ، وينا وکړه.

مالي او اداري معين په خپلو خبرو کې وويل چې د ا.ا.ا مشران د باکيفيته زده‌کړو لپاره د مناسب چاپېريال برابرولو په برخه کې پوره هڅې کوي او د لوړو زده‌کړو وزارت ژمن دی چې د پوهنتونونو ټولې اړتياوې پر خپل وخت پوره کړي.

غوندې ته د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني وويل چې د ا.ا.ا مشران ديني او عصري زده‌کړو ته ژمن دي او په دې برخه کې د پوره سهولتونو برابرولو لپاره کوښښ کوي.

په ورته وخت کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه د خپلو خبرو پرمهال د لوړو زده‌کړو وزارت د مالي او اداري معين په راتگ خوښي وښوده او په یو شمېر برخو کې یې خپلې ستونزې او غوښتنې ورسره شريکې کړې، چې د هغه له لوري ورته د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS