د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه پلاوي د يو شمېر پوهنځيو له تدريسي بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Mon, May 20 2024 12:25 PM
SJAU

د پوهنتون مشرتابه پلاوي د اقتصاد، کمپيوټرساينس او زراعت پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن او د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار د اقتصاد، کمپيوټرساينس او زراعت پوهنځيو تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې د يادو پوهنځيو د تدریسي بهیر د څارنې او ارزونې تر څنگ؛ د استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ وکړ.

ياد پلاوي د تدریسي بهیر له څارنې او ارزونې وروسته د چارو د لا ښهوالي په موخه مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS