د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس له کمپيوټرساينس پوهنځي څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
Thu, May 16 2024 12:07 PM
SJAU

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له پوهنځيو څخه د خپلو ليدنو پر دوام نن ورځ د کمپيوټرساينس پوهنځي له بېلا بېلو برخو څخه د ليدنې تر څنگ د پوهنځي له مسؤلينو سره ناسته هم وکړه.

پيل کې د ياد پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام د پوهنځي د پرمختگونو، لاسته راوړنو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه پرېزنټیشن وړاندې کړ.

ورپسې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي په لاسته راوړنو خوښي وښوده او ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.

نوموړي همداراز د پوهنځي مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چې د محصلینو مسلکي او تخنيکي روزنې سربېره فکري او اصلاحي برخې ته هم پوره پاملرنه وکړي.

د کمپيوټرساينس پوهنځي مسؤلينو د پوهنتون رييس په ورتگ خوښي وښوده او د محصلينو د سالمې روزنې په برخه کې يې د پوهنتون مشرتابه ته پوره اطمنان ورکړ.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS