د زراعت پوهنځي محصلینو ته د حفظ‌الصحې په تړاو د پوهاوي معلوماتي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Sun, Nov 30 2025 2:39 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي محصلینو ته د مالي او اداري چارو معاونيت په چوکاټ کې، د روغتيا او خونديتوب عمومي کمېټې په نوښت د حفظ‌الصحې په تړاو د پوهاوي معلوماتي سېمينار وړاندې شو.

دغه سېمينار چې د زراعت پوهنځي استاد پوهنمل ضیاءالدین ضیاء له لوري وړاندې شو په کې د حفظ‌الصحې بنسټیز مفاهیم، د فردي او ټولنیزې روغتیا اهمیت او د ساري ناروغیو مخنیوي لارې چارې تشرېح شوې. نوموړي وويل، چې د حفظ‌الصحې اصول یوازې د فردي روغتیا له‌پاره نه، بلکې د ټولنې عمومي روغتیا د ښهوالي په برخه کې هم بنسټیز اهمیت لري او له ټولو وگړو څخه د گډو هڅو غوښتنه کوي.

د يادونې وړ ده چې گډونوالو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه. هېره دې نه وي چې په ياد پوهنتون کې تر دې وړاندې هم دې ته ورته علمي سېمينارونه او کنفرانسونه داير شوي او په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ولري.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS