د کرنې پوهنځي محصلينو علمي سفر پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۲:۲۵
SJAU

داچې علمي سفرونه د بېلابېلو سيمو د خلکو د کلتورونو او افکارو تبادلې او مسلکي پوهې زیاتوالي په برخه کې ډېر مهم دي نو د ياد پوهنتون کرنې پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو ديپارتمنت ۲۶ تنو محصلینو چې د ۴ تنو استادانو په لارښوونه يې د کابل او باميان ولايتونو ته علمي سفر پیل کړی ؤ تېره ورځ پای ته ورسېد.

په دې علمي سفر کې محصلينو د کابل پوهنتون له کرنې پوهنځي، د کابل ژوبڼ، بادام باغ، قرغې بند، باميانو ته پر لار د پروان ولايت له گل غونډۍ، شېبر درې له نباتي پوښښ او وحشي ژویو، بند آمير، د باميان پوهنتون له کرنې پوهنځي، کاپيسا ولايت له باغونو او مصنوعي ځنگلونو، نغلو بند او له نورو بېلابېلو ساتل شويو سېمو، څېړنيزو مرکزونو او طبيعي سرچينو څخه لیدنې لرلې او د خپلو کوربنو په مرسته او د ياد پوهنځي د استادانو په لارښوونه يې عملي او چاپېريالي مشاهدې وکړې.

د يادونې وړ ده چې په دې علمي سفر کې د کابل او باميان پوهنتونونو له اړوندو مسؤلينو سره بېلابېلې ناستې هم وشوې چې په گډو همکاریو، ترسره شویو مسلکي فعالیتونو او راتلونکو پروگرامونو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار کمېټې نوبتي ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار مرکزي کمېټې خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۸
Background image

کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه په بريالۍ توگه پای ته ورسېده

یاده ازموينه چې څلور ورځې یې د گډونوالو فاضلانو د بایومتریک معلوماتو ثبت او شپږ ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون په انگړ کې له نږدې(650). . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۶
Background image

په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون عمومي رئيس او د دې ازموينې د مديره هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علماوو شورای او د جهادي. . .

BACK TO NEWS