د کرنې پوهنځي محصلينو علمي سفر پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
Thu, Nov 14 2024 12:25 PM
SJAU

داچې علمي سفرونه د بېلابېلو سيمو د خلکو د کلتورونو او افکارو تبادلې او مسلکي پوهې زیاتوالي په برخه کې ډېر مهم دي نو د ياد پوهنتون کرنې پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو ديپارتمنت ۲۶ تنو محصلینو چې د ۴ تنو استادانو په لارښوونه يې د کابل او باميان ولايتونو ته علمي سفر پیل کړی ؤ تېره ورځ پای ته ورسېد.

په دې علمي سفر کې محصلينو د کابل پوهنتون له کرنې پوهنځي، د کابل ژوبڼ، بادام باغ، قرغې بند، باميانو ته پر لار د پروان ولايت له گل غونډۍ، شېبر درې له نباتي پوښښ او وحشي ژویو، بند آمير، د باميان پوهنتون له کرنې پوهنځي، کاپيسا ولايت له باغونو او مصنوعي ځنگلونو، نغلو بند او له نورو بېلابېلو ساتل شويو سېمو، څېړنيزو مرکزونو او طبيعي سرچينو څخه لیدنې لرلې او د خپلو کوربنو په مرسته او د ياد پوهنځي د استادانو په لارښوونه يې عملي او چاپېريالي مشاهدې وکړې.

د يادونې وړ ده چې په دې علمي سفر کې د کابل او باميان پوهنتونونو له اړوندو مسؤلينو سره بېلابېلې ناستې هم وشوې چې په گډو همکاریو، ترسره شویو مسلکي فعالیتونو او راتلونکو پروگرامونو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS