د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د التقوی لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسلیک شو.

sjau_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۳۲
sjau

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د التقوی لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د علمي او څېړنيزو همکاریو هوکړه لیک د ياد پوهنتون د رييس پوهنيار محب الله محب او د نوموړې مؤسسې د ريیس خوشحال جواد له لوري لاسلیک شو.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د التقوی لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د یادې هوکړې پر بنسټ به د دې پوهنتون معنوي او مادي امکانات او اسانتياوې نوموړې مؤسسې ته په علمي او څېړنيزه برخه کې د همکارۍ لپاره چمتو وي.

د التقوی لوړو زده کړو مؤسسې رييس ياده هوکړه د دواړو لورو په ګټه وبلله او د پلي کېدو په برخه کې يې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

په یاده هوکړه کې د ګډو علمي کنفراسونو او سېمينارونو، اداري کارمندانو د وړتياوو لوړولو، د علمي پروژو طرحه او عملي کولو، تحصيلي نصاب بډاينې، الکترونيکي کتابتون، محصلينو ته د عملي برنامو، د علمي او اکاډميکو سيرونو او همدا راز د علمي او اداري موارېدو په برخه کې دوه اړخیزې مرستې شاملې دي.

ياده دې وي چې دا هوکړه ليک په اوو(۷) مادو کې د(۵) پنځو کالو لپاره؛ هېوادوالو ته د معياري تحصيلي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه نن ورځ په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې لاسليک شو.

د يادولو وړ ده چې د التقوی لوړو زده کړو مؤسسې د ريیس په مشرۍ راغلي پلاوي د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له بېلا بېلو برخو څخه هم ليدنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS