د پوهنتون عمومي رئيس د پنځه‌گونو پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۱
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي او د نورو مسؤلينو په ملتيا د پنځه‌گونو پوهنځيو له تدریسي چارو څخه ليدنه وکړه چې د لیدنې پر مهال يې د پوهنځيو روان تدریسي بهیر وارزاوه او د استادانو او محصلینو حاضرۍ يې هم کنټرول کړې.

د پوهنتون عمومي رئيس د تدريسي بهير د لاښه‌والي او محصلينو د حاضرۍ دوامدارې څارنې په برخه کې د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته لازمې سپارښتنې او جدي لارښوونې وکړې. نوموړي محصلينو ته په خطاب کې وويل چې تاسو د دې ملت راتلونکی ياست نو په خپلو درسونو کې تر پخوا څو برابره زيات کوشش وکړئ، د رڼا دا لاره په پوره همت سره تعقيب کړئ او په دې برخه کې نظام په پوره معنا ستاسو ملاتړ کوي. محصلينو په خپلو خبرو کې د پوهنتون رهبرۍ ته ډاډ ورکړ چې د علم د حصول په دې لار کې به هېڅ ډول تهديد ته تسليم نه شي او د دښمن ټولې دسيسې به شنډې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د درسي، څېړنيزو او مطالعاتي اثارو د ارزونې لارښود د تشرېح په تړاو يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د علمي معاونيت له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځيو رئيسانو، د څانگو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۵۶
Background image

له شرعياتو پوهنځي څخه ۷۲ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي له دوو څانگو(فقه او قانون او اسلامي تعليماتو) څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو ديني او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۷۲) تنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

له کمپیوټرساينس پوهنځي څخه په يوولسمه دوره کې ۸۱ تنه مسلکي کادرونه فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپیوټرساينس پوهنځي له دوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په يوولسمه دوره کې(۸۱) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت. . .

BACK TO NEWS