د پوهنتون عمومي رئيس د پنځه‌گونو پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Sat, May 02 2026 3:11 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي او د نورو مسؤلينو په ملتيا د پنځه‌گونو پوهنځيو له تدریسي چارو څخه ليدنه وکړه چې د لیدنې پر مهال يې د پوهنځيو روان تدریسي بهیر وارزاوه او د استادانو او محصلینو حاضرۍ يې هم کنټرول کړې.

د پوهنتون عمومي رئيس د تدريسي بهير د لاښه‌والي او محصلينو د حاضرۍ دوامدارې څارنې په برخه کې د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته لازمې سپارښتنې او جدي لارښوونې وکړې. نوموړي محصلينو ته په خطاب کې وويل چې تاسو د دې ملت راتلونکی ياست نو په خپلو درسونو کې تر پخوا څو برابره زيات کوشش وکړئ، د رڼا دا لاره په پوره همت سره تعقيب کړئ او په دې برخه کې نظام په پوره معنا ستاسو ملاتړ کوي. محصلينو په خپلو خبرو کې د پوهنتون رهبرۍ ته ډاډ ورکړ چې د علم د حصول په دې لار کې به هېڅ ډول تهديد ته تسليم نه شي او د دښمن ټولې دسيسې به شنډې کړي.

Latest news

Wed, Oct 07 2026 11:50 AM
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS