کمپيوټرساينس پوهنځي په اسيا کې د نړۍوالو ټولنيزو خدمتونو له مؤسسې سره د گډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۵:۴۱
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي په اسيا کې د نړۍوالو ټولنيزو خدمتونو له مؤسسې سره د گډو همکاریو هوکړه په داسې حال کې لاسلیک کړه چې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن او مرستيالانو يې حضور درلود.

د دواړو ادارو ترمنځ د علمي او ظرفیت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌لیک د کمپيوټرساينس پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام او په اسيا کې د نړۍوالو ټولنيزو خدمتونو د مؤسسې سرپرست حزب الرحمن له لوري لاسلیک شو، چې په مراسمو کې يې د پوهنتون مشرتابه سربېره د ياد پوهنځي استادانو او د نوموړې مؤسسې مسؤلينو هم برخه لرله.

د يادونې ده چې د دې دوه اړخیزې هوکړې له مخې به د علمي او مسلکي همکاريو ترڅنگ، د پوهنتون استادانو او محصلینو ته د اړینو تجربو د ترلاسه کولو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې شي او همداراز به ياده مؤسسه د پوهنځي لپاره د علمي زده‌کړو کار ځای هم جوړوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS