پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو ديپارتمنت آمرینو ته د(HEMIS) سېستم په اړه يو ورځنی ورکشاپ داير شو

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۴:۳۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو ديپارتمنت آمرینو ته د لوړو زده‌کړو مديريتي او معلوماتي سېستم(HEMIS) په اړه د محصلانو چارو معاونيت له لوري د مسلکي زده‌کړو له پرمختیايي آمريت سره په همغږۍ يو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

د ورکشاپ په پرانېسته کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن گډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د ورکشاپ اهميت او ارزښت په اړه يې خبرې وکړې. نوموړي همداراز له گډونوالو وغوښتل، چې په فعال گډون سره د ورکشاپ له ټولو مطالبو پوره گټه واخلي.

پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار د خپلو ويناوو پر مهال په ياد سېستم کې د پوهنتون په لاسته راوړنو رڼا واچوله او گډونوالو ته یې په دوامدار ډول د بشپړ تطبيق سپارښتنه وکړه.

د يادونې ده، چې د داير شوي ورکشاپ روزنيزې چارې د محصلانو چارو آمر وحيدالله صافي او د کرنې پوهنځي اجراييه مدير يوسف خان عابدزي له لوري پر مخ وړل کېدې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۳۸
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۹
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS