محصلينو ته د ثالث عمر رحمه الله د ژوند او کارنامو په اړه یو ورځنی سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۲:۵
SJAU

یاد سېمينار چې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ليليې په مسجد کې داير شوی ؤ په کې  د کونړ ولايت علماوو شورا رييس شیخ عبدالقهار صديقي، د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد، د پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو برخه لرله.

د پوهنتون رييس د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د شخصیت، ژوند، افکارو، جهادي مبارزې او سرښندنو په اړه تفصيلي خبرې وکړې او هغه يې د ټولې اسلامي نړۍ افتخار وباله.

شیخ عبدالقهار صديقي په خپلو خبرو کې د مرحوم امیرالمؤمنین ثالث عمر رحمه الله د ژوند، سیاسي بصیرت او کارنامو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او محصلين يې د لوی ملا صاحب د سرښندنو او کارنامو په اړه پراخې مطالعې ته وهڅول.

په پای کې ياد سېمينار د پوهنتون دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS