سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس پوهنمل محب الله محب په مشرۍ د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
SJAU

په ياده ناسته کې د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځيو ريیسانو او د ازموينو مرکزي کمېټې مشر گډون درلود، چې د تېر سمستر د ازموينو گزارش، راتلونکي سمستر ته د چمتووالي، د تحصيلي نصاب بشپړ تطبيق، د عمومي کتابتون پراختيا او نورو بېلا بېلو موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

پيل کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د ښه راغلاست ترڅنگ د راتلونکي سمستر د تدریسي بهير د لا ښه والي او د نورو موضوعاتو په پار اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د ازموینو مرکزي کمېټې مشر پوهنمل نورالحق حليمي د تېر سمستر د ازموينو گزارش د پوهنتون مشرتابه ته وړاندې کړ او زياته يې کړه چې د کمېټې د غړو په مرسته يې د ازموینو د اخیستلو له بهیر څخه په منظمه توگه څارنه کړې ده.

د بحث په ترڅ کې د پوهنتون مشرتابه د يادو موضوعاتو تر څنگ پر يو شمېر نورو بېلا بېلو مسايلو بحث او پرېکړې وکړې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS