سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او افغان ملي بانک ترمنځ د بانکي چوپړتياوو په موخه د همکاريو هوکړه لاسلیک شوه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۳۳
SJAU

د دواړو ادارو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌لیک چې پوهنتون د پروسونل معاشونو د وېش، مالي حقوقو د تاديې او نورو بانکي چوپړتياوو په موخه د علمي چارو مرستيال او د پوهنتون سرپرست قاضي عبدالهادي فضلي، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد، مالي او حسابي آمريت کارکوونکو او افغان ملي بانک د کونړ څانګې استازو په شتون کې لاسلیک شو چې له مخې به د پوهنتون ادارې ته معاشونو د وېش او نورو بانکي چوپړتياوو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.

قاضي عبدالهادي فضلي په خپلو خبرو کې د افغان ملي بانک له استازو د يادې هوکړې د بشپړ تطبيق غوښتنه وکړه او د پوهنتون له لوري يې د پلي کېدو ډاډ ورکړ چې د هغوی له لوري هم اطمنان ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار کمېټې نوبتي ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار مرکزي کمېټې خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۸
Background image

کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه په بريالۍ توگه پای ته ورسېده

یاده ازموينه چې څلور ورځې یې د گډونوالو فاضلانو د بایومتریک معلوماتو ثبت او شپږ ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون په انگړ کې له نږدې(650). . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۴۶
Background image

په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون عمومي رئيس او د دې ازموينې د مديره هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علماوو شورای او د جهادي. . .

BACK TO NEWS