د یوې غونډې په ترڅ کې غوره څېړونکي استادان او محصلين وستايل

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۱۱
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونیت له لوري د پنځه‌گونو پوهنځيو هغه استادان چې په ملي او نړيوالو ژورنالونو او کنفرانسونو کې یې ډېرې علمي مقالې خپرې او وړاندې کړې وې او همدا راز د ۱۴۰۳ هـ . ش کال هغه فارغ التحصيل محصلان چې مونوگرافونو يې د پوهنتون په کچه غوره مقام خپل کړی ؤ، د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول.

په همدې مناسبت جوړې شوې ستاينغونډه کې د پوهنتون رييس شیخ عبدالمالک محسن، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د پوهنځيو رييسانو، استادانو او محصلينو گډون کړی ؤ.

غونډې ته د پوهنتون ريیس د علم پر ارزښت او د څېړنې پر اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او د هېواد پرمختگ يې په پوهې او څېړنې پورې تړلی وباله. نوموړي په ياده برخه کې د استادانو او محصلينو هاند وستايه او د لا نورو هڅو غوښتنه يې ترې وکړه.

د علمي څېړنو او مجلې مرستيال د ياد پوهنتون په کچه د استادانو له لوري د ترسره شويو څېړنو او علمي مقالو احصايه وړاندې کړه او همدا راز يې د ياد معاونيت له لاسته راوړونو، پرمختگونو او راتلونکو پلانونو لنډه يادونه وکړه. د ستایل شویو استادانو په استازيتوب د شرعياتو پوهنځي استاد پوهندوی عطاءالله عصامي د پوهنتون مشرتابه له ملاتړ او هڅونې څخه د مننې تر څنگ په راتلونکي کې د لا غوره څېړنيزو فعاليتونو د ترسراوي ژمنه وکړه. غونډه غوره څېړونکو استادانو او محصلينو ته د ستاینلیکونو په ورکړې او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS