د پنځه‌گونو پوهنځیو محصلینو ته د ازموینې اضطراب پېژندنې په تړاو د پوهاوي سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۴۲
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت په چوکاټ کې د رواني مشاورې کمېټې له لوري د بېلابیلو پوهنځيو محصلینو ته د ازموینې اضطراب پېژندنې په تړاو د يوهاوي يو ورځنی سېمينار داير شو، چې سل‌گونو محصلينو په کې برخه لرله.

 ياد سېمینار چې د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد  پوهنيار حميدالله حميد له لوري وړاندې شو، محصلينو ته په کې د ازموینې اضطراب پېژندنې، نښو نښانو، عواملو او د مخنیوي لارو چارو په هکله هر اړخيز معلومات وړاندې شول او د هغوی پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم محصلينو ته په خپلو خبرو کې د رواني، ورزشي او کلتوري چوپړتیاوو برابرولو په برخه کې د امکاناتو چمتو کولو ډاډ ورکړ او د هغوی رواني روغتیا ساتلو په موخه یې د لا نورو پروگرامونو د دايرولو یادونه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS