د عاليې او عالمیې مرحلو د کلنيو ازموينو مديره هيئت د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ مشورتي ناسته وکړه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۱۹
SJAU

په کونړ ولايت کې د عاليې او عالمیې مرحلو د کلنۍ ازموينې مديره هيئت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي رئيس په مشرۍ د يادې ازموينې د لا ښه تنظیم او غوره مديريت په موخه مشورتي ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د پوهنتون عمومي رئيس او د ياد هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور د ديني مدارسو د ۱۴۴۷ هـ . ق کال د رجب المرجب مياشتې د کلنۍ ازموينې په هکله معلومات وړاندې کړل او همداراز د هيئت ټولو غړو له بحث وروسته د نگرانانو، د ازموينې هالونو او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه پرېکړې وکړې.

هېره دې نه وي چې د يادو ازموينو مديره هيئت د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ د ولايت مقام، د علماوو شورا، جهادي مدرسې او معارف رياست له استازو څخه جوړ دی چې په کونړ ولايت کې د ديني مدارسو د سږ کال ازموينو د تنظیم او مديريت مسؤليت پر غاړه لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS