پوهنتون د ليليې لپاره 88KVA جنراتور ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۶:۲۶
SJAU

په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له بوديجې څخه د نږدې دوه میلیونو افغانیو په لګښت؛ KVA88 جنراتور ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پرانيستې په یادو مراسمو کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب وويل چې د لوړو زده کړو وزارت له خپلې بوديجې څخه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ليليې محصلينو د برېښنا ستونزې د حل په موخه د دې جنراتور د پېرلو قرارداد وکړ چې نن یې له نېکه‌مرغه د ګټې اخيستنې شاهدان يو.

نوموړي زياته چې ياد قرارداد نږدې د دوه میلیونو افغانیو په قيمت له يو خصوصي شرکت سره شوی ؤ چې په کې؛ KVA88 جنراتور، د جنراتور لپاره ځانګړې خونه او د ليليې ودانيو ته د برېښنايي مزو غځول شامل وو.

د يادونې وړ ده چې د پوهنتون مرستيالانو، پوهنځيو رييسانو، اداري کارکوونکو او محصلينو په حضور کې، ياد جنراتور د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب له لوري د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS