له محصلانو څخه د پنځه فرمانونو په کتاب کې رقابتي ازموينه واخيستل شوه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۵۲
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له محصلانو څخه د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الاسلام حفظه الله تعالی ورعاه د پنځه فرمانونو په کتاب کې رقابتي ازموينه واخيستل شوه.

دغه رقابتي ازموینه چې د محصلانو چارو معاونيت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري له دعوت او ارشاد آمريت سره په همغږۍ جوړه شوې وه، چې د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۶۰۰) تنو محصلينو په کې برخه اخيستې وه.

د ياد پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مفتي وقايت الله وقار حنفي، د پوهنځيو مرستيالانو، د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمرينو او د پوهنتون د ازموينو هيئت غړو استادانو په ملتيا د ازموينې له صحنې څخه د څارنې پرمهال محصلينو ته د ازموينې د صحنې د نظم ساتلو او ممتحنو استادانو ته په شفاف ډول د ازموينې اخيستلو سپارښتنه وکړه.

هېره دې نه وي چې دغه سيالي د فرمانونو د ښه تطبيق او د پوهاوي کچې لوړولو په موخه ترتيب شوې ده چې ممتازو محصلينو ته به يې د پوهنتون له لوري ارزښت لرونکې ډالۍ ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۵۲
Background image

له محصلانو څخه د پنځه فرمانونو په کتاب کې رقابتي ازموينه واخيستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له محصلانو څخه د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الاسلام حفظه الله تعالی ورعاه د پنځه فرمانونو په کتاب کې رقابتي ازموينه واخيستل شوه.

دغه رقابتي ازموینه چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۳:۴۷
Background image

پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته علمي سيمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د اسلامي نظام تعريف، ارزښت او له نورو نظامونو سره يې توپير تر سرليک لاندې علمي سيمينار داير شو. د پوهنتون د دعوت او ارشاد او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د فرمانونو د اغېزو په علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې پراخ حضور درلود

د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو په اړه جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د پام وړ. . .

BACK TO NEWS