پوهنتون کې محصلینو ته له ازموينې څخه د اضطراب په هکله پوهاوی ورکړل شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۲:۲۹
SJAU

سید جمال الدین افغاني پوهنتون د پېنځه‌گونو پوهنځیو محصلینو ته د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت اړوند د رواني مشاورې کمېټې له لوري د ازموینې اضطراب په هکله معلومات وړاندې شول.

د عامه پوهاوي په دغه پرو گرام کې د رواني مشاورې کمېټې مشر پوهنمل اسدالله کلیوال او د دې کمېټې مشاور پوهنیار حمیدالله حمید محصلينو ته د ازموینې اضطراب پېژندنې، نښو نښانو، عواملو او د مخنیوي لارو چارو په هکله هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د هغوی پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مطیع الله مسرور محصلينو ته په خپلو خبرو کې د رواني، ورزشي او کلتوري چوپړتیاوو برابرولو په برخه کې د امکاناتو چمتو کولو ډاډ ورکړ او د هغوی رواني روغتیا ساتلو په موخه یې د لا نورو پروگرامونو د دايرولو یادونه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS