قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
سید جمال الدین افغاني پوهنتون په پام کې لري، چې د 1405 مالي کال اړوند فرنيچرباب او مفروشاتو قرارداد مبلغ(3699300) درې ميليونه شپږ سوه نهه نوي زره درې سوه افغانيو په ارزښت د نصيب راسا لوجستيکي شرکت سره چې د جلالاباد ښار، شپږمې ناحيې، چکنوري-تبليغي مرکز تر څنګ دفتر لري او(D0-1589) شمېره جواز لرونکی دی، عقد کړي.
ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي چې په دې برخه کې کومه نيوکه او یا هم کوم شکایت ولري، کولای شي په لیکلي ډول خپلې عرضپاڼې د مستندو دلایلو سره یو ځای د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د پنځه کاري ورځو په بهیر کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون اړوند د تدارکاتو آمريت ته وسپاري.
دا خبرتیا د یاد شوي قرارداد د عقد په مانا نه ده، له پورته ورکړل شویو ورځو مخکې به عقد نه شي.
