د پوهنتون استادانو ته د (TURNITIN) کارونې او پوهاوي په اړه معلوماتي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۴:۲۸
SJAU

دغه يو ورځنی روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت په نوښت د ادبي غلا مخنيوي سافټوير (TURNITIN)  کارونې په هکله د پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، چې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي او لسگونو استادانو په کې برخه لرله.

ياد سېمينار د پرانیستې پر مهال د علمي چارو مرستيال استادانو ته لارښوونه وکړه چې له دې فرصت څخه د خپلې مسلکي پوهې او وړتیا په لوړونه کې اعظمي استفاده وکړي او په پوهنتونونو کې يې د دا ډول روزنيزو پروگرامونو دايرېدل مهم او گټور وبلل.

ورپسې د علمي څېړنو آمر پوهنمل دوکتور محمدسليم کريمزي د سېمينار اهميت او ارزښت په تړاو معلومات بيان کړل او له دې وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل اسماعیل شینواري د ياد سافټوير په تړاو چمتو کړی پرېزېنټېشن وړاندې کړ او موضوعات يې په تيوري او عملي بڼه گډونوالو ته تشريح کړل او همداراز يې د هغوی پوښتنې هم ځواب کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۵
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS