د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب د سیالۍ ممتاز گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۱۲
SJAU

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه، چې د جوايزو د وېش په مراسمو کې يې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او محصلينو برخه اخيستې وه.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د اطاعت گټې بيان کړې او زياته يې کړه، چې داسې برنامې د محصلينو د فکري او اصلاحي روزنې او د مطالعې ترويج لپاره ښه باعث کېدای شي. د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د سياليو له تنظيموونکو يې مننه او د هغوی د هڅو يې ستاينه وکړه. نوموړي محصلين مخاطب کړل چې دا وړ برنامې ستاسو د ظرفيت لوړونې او کمال د حصول لپاره جوړېږي نو پراخ گډون په کې وکړئ.

غونډې ته د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېر افضل منصور په خپلو خبرو وويل چې له يادې سيالۍ يې اصلي موخه ترلاسه شوې او محصلين د اطاعت له مفهوم سره پوره اشنا شوي دي. نوموړي زياته کړه چې په راتلونکي کې به د محصلينو د فکري او اصلاحي روزنې په موخه دېته ورته نورې برنامې هم دايرې کړي.

د يادونې وړ ده چې په ياده سیالۍ کې ممتازو بریالیو محصلینو ته لپټاپ کمپيوټر او نورې بېلابېلې ارزښتمنې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۳۷
Background image

د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه د څېړنيزو پروژو پايلې شريکې شوې

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي(۸۱) تنو محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو او موندنو پايلې د پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې شوې، چې په مراسمو کې يې د سيد جمال الدين. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۳
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانگې لرليد، رسالت او موخې

لرليد:

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانکې همېشنۍ هڅه او ژمنه ده چې د خپلو علمي برنامو او متخصصو کادرونو پر مټ د ټولنې اړتیا سره سم په عربي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۱۷
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني، د ياد. . .

BACK TO NEWS