د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه د څېړنيزو پروژو پايلې شريکې شوې

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۳۷
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي(۸۱) تنو محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو او موندنو پايلې د پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې شوې، چې په مراسمو کې يې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علمي څېړنو مرستيال پوهنوال دوکتور سيد اصغر هاشمي، د کمپيوټرساينس پوهنځي رئيس پوهنيار ذاکرالله عزام، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو گډون کړی ؤ.

د پوهنتون عمومي رئيس د تحقيق پر اهميت او ارزښت خبرې وکړې او محصلین یې لا نورو څېړنو او نوښتونو ته وهڅول. نوموړي وويل چې ستاسو څېړنو او پوهې ته نظام اړتيا لري نو خپل ټول استعدادونه په پوره اخلاص او صحيح نيت سره د وطن د ابادۍ لپاره په کار واچوئ. هغه څېړونکو محصلينو ته مبارکي وويله او د هغوی کوششونه او علمي وړتیاوې یې وستایلې. الحاج مولوي عبدالواسع منصور په خپلو خبرو کې محصلين مخاطب کړل چې تر دې وروسته دوی ته د خدمت يو دروند مسؤليت ورسپارل کېږي نو اداء کولو ته دې پوره توجه وکړي.

غونډې ته د کمپيوټرساينس پوهنځي رئيس په خپله وينا کې د دې ستر علمي گام په ترتيب او تنظیم کې د اړوندو برخو له همکارۍ څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې په داسې پروگرامونو سره د څېړنې فرهنگ وده کوي او علمي پانگه ورسره زياتېږي. په پای کې څېړونکو محصلينو د خپلو څېړنو پايلې د غونډې برخه‌والو ته د پوسټرونو په بڼه وړاندې کړې او د هغوی پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۳۷
Background image

د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه د څېړنيزو پروژو پايلې شريکې شوې

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي(۸۱) تنو محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو او موندنو پايلې د پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې شوې، چې په مراسمو کې يې د سيد جمال الدين. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۳
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانگې لرليد، رسالت او موخې

لرليد:

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانکې همېشنۍ هڅه او ژمنه ده چې د خپلو علمي برنامو او متخصصو کادرونو پر مټ د ټولنې اړتیا سره سم په عربي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۱۷
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني، د ياد. . .

BACK TO NEWS