په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۸
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو ولايتي ادارو د مسؤلينو په شتون کې د محصلينو او کتاب لوستونکو پر مخ پرانستل شوه.

د ياد پوهنتون عمومي کتابتون چې تردې وړاندې يې د يارګل بېلې په ساحه کې شتون درلود او اوس مهال د پوهنتون مرکزي ساحې سارباغ ته چې نوې ودانۍ ورته ترميم شوې را انتقال شو، چې نن ورځ د کونړ محترم والي مولوي قدرت الله ابوحمزه له لوري د دې پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د عبدالله بن عباس ؓ  ديني جامعې رئيس شيخ عبدالمالک نيازي، د کونړ ولايت اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نجيب الله حنيف، د پوهنتون مرستيالانو، استادانو او اداري مسؤلينو په شتون کې رسماً د محصلينو او کتاب لوستونکو پر مخ پرانستل شو. د يادو مراسمو په ترڅ کې د مشرانو له لوري د ياد کتابتون د لاغني کېدو او پرمختيا ژمنې وشوې او همداراز د ستاينليکونو په ورکړې سره د هغو مسؤلينو د صادقانه هڅو او کوښښونونو قدرداني وشوه چې د دې کتابتون په برخه کې يې ترسره کړي ول. د يادونې وړ ده چې د پوهنتون مرکزي کتابتون په عموم کې دا مهال د لوستونکو استفادې لپاره په بېلوبېلو علومو کې شاوخوا پنځلس زره کتابونه لري، چې په منظم ډول ترې د پوهنتون استادان او محصلان استفاده کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۴۸
Background image

کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوتي چارو څارنه او ارزونه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رياست مقام له لوري د دعوت او ارشاد آمر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له دعوتي چارو څارنه او ارزونه وکړه. د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

پوهنتون د ليليې محصلينو د نظم لا ښه‌والي په پار له ليليې څخه ليدنه او څارنه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او ادري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په لارښوونه د پوهنتون د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په مشرۍ ټا کل شوي پلاوي د نظم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د دعوت او ارشاد آمريت له لوري محصلينو ته علمي سېمينار وړاندې شو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو اصلاحي او روزنيزو پروگرامونو په لړ کې د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د وخت ارزښت تر سرليک لاندې اصلاحي او معلوماتي سېمينار. . .

BACK TO NEWS