پوهنتون کې استادانو او اداري کارمندانو ته دایر شوی ۳ ورځنی دیني، علمي او اصلاحي سېمینار پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۵۰
SJAU

په دغه سېمینار کې د کونړ ولايت جيدو علماء کرامو او افتخاري شیوخو له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د بېلابېلو دیني او علمي موضوعاتو په تړاو تفصيلي بيانونه وشول او برخه‌والو دا ډول سېمينارونه ډېر ارزښتمن وبلل. دا سېمينار چې د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه درې ورځې وړاندې د شعبان المعظم مياشتې پر ۱۸ مه نېټه پیل شوی ؤ، د پوهنتون رهبرۍ سربېره نږدې(۱۸۰) تنو استادانو او اداري کارمندانو په کې برخه لرله.

د دغه سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د سېمینار د دايرېدو پر هدف، اهميت او ارزښت خبرې وکړې او گډونوالو ته يې سپارښتنه وکړه چې په ياد سېمینار کې فعال گډون وکړي.

د ياد درې ورځني سېمينار پر مهال د شیوخو کرامو له لوري ټول هغه موضوعات چې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رياست له لوري ټاکل شوي ؤ په ښه شان سره بيان شول او د گډونوالو پوښتنې يې هم ځواب کړې.

د دې سېمینار د پای په مراسمو کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په خپله ارزوونکې وينا کې د لوړو زده کړو وزارت، شیوخو کرامو، برخه‌والو او د سېمینار له تنظيموونکو څخه د مننې ترڅنگ د سېمینار پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او گډونوالو ته يې سپارښتنه وکړه چې له تدريس شويو موضوعاتو څخه په خپل ژوند کې پوره گټه واخلي. دغه سېمینار چې درې ورځې وړاندې پیل شوی ؤ نن ورځ د پوهنتون دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف په دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۵
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS