پوهنتون د رييس په مشرۍ د مالي کمېټې په کاري ناسته کې د ۱۴۰۴ مالي كال په تدارکاتي پلان بحث او خبرې وشوې

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۳:۴
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه، په کې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد، د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد او د کمېټې نورو غړو برخه لرله. پوهنتون رييس د پرانیستې وینا پر مهال اخلاص، شفافيت او دقيقه حساب ورکونه په مالي او حسابي برخه کې مهم وبلل او اړوند مسؤلين يې خپلو دندو ته ځیر کړل.

په ياده کاري ناسته کې د پوهنتون رهبرۍ ته د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين د ۱۴۰۳ مالي کال د لگښتونو او عوايدو گزارش او د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي د ۱۴۰۴ مالي کال د تدارکاتي پلان په تړاو معلومات ورکړل. دغه کاري ناسته چې د ۱۴۰۴ مالي کال قراردادونو د طی مراحل او د معاشاتو ترتيب انلاين سېستم(پيرول)  کې د حساب ايجادولو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې؛ د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS