د لوړو زده‌ کړو وزارت په مشرۍ د پروان پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړی مقام خپل کړ

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۶
SJAU

دغه داخلي کنفرانس چې«د افغانستان په وده او پراختیا کې د معیاري تحصیلي نصاب ونډه» تر سرليک لاندې په پروان پوهنتون کې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو له لوري ليکل شويو علمي-څېړنيزو مقالو په کې د هېواد په کچه د کيفيت او کميت له پلوه لومړی مقام خپل کړ.

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رهبري د دې لوړ علمي وقار د ترلاسه کولو له کبله په ټوله کې د لوړو زده‌ کړو سرتاسري لويې علمي کورنۍ ته او په ځانگړي ډول د دې پوهنتون ټول زيارکښ پرسونل او محصلينو ته مبارکي وايي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په داخلي کنفرانسونو کې لومړی مقام خپلوي، تر دې وړاندې هم په دا وړ دوه ملي کنفرانسونو کې لومړی او په گڼو نورو کې يې د پام وړ مقامونه خپل کړي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS