قراردادي استادانو د گمارنې خبرتيا!

Abdullah Saeed
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دري ژبې تدريس لپاره په لاندې شرايطو قراردادي استادانو ته اړتيا لري:

1: لږ تر لږه په دري ادب کې د لېسانس تر کچې زده‌کړې ولري.

2: کانديد بايد د تحصيل په جريان کې لږ تر لږه ۷۵ سلنه نمرې پوره کړي وي.

د يادونې ده چې تدريس به یې له رسمي وخت دمخه يا وروسته وي نو کانديدان کولی شي د  1403 هـ . ش کال د ثور له 11 مې تر 16 نېټې پورې خپل غوښتنليکونه له ديپلوم، نمرو ټرانسکرېپټ او تذکرې سره مل د پوهنتون استادانو چارو آمريت ته وسپاري.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۲
Background image

کتاب لوستنې سيالۍ ته د نومليکنې خبرتيا!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونيت پلان لري، چې د کتابتون عمومي مديريت په چوکاټ کې د کتاب لوستنې سيالي ترسره کړي، په دغې سيالۍ کې به درېيو لومړنيو گټونکو ته ډالۍ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۳۹
Background image

د مقاله ليکنې سيالۍ خبرتيا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د علمي څېړنو او مجلو معاونيت په پام کې لري، چې د ناسمو رواجونو مخنيوي په هکله د(۱۷مه) گڼه فرمان د ښه تطبيق او پوهاوي په موخه د پېنځه‌گونو پوهنځيو . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۳:۵۹
Background image

د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون ليد لوری او رسالت

ليد لوری:

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون غواړي چې د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، له معاصرې تکنالوژۍ څخه په استفادې، د علمي څېړنو او معیاري تدریس پر مټ، په ملي کچه یو معتبر . . .

Back to announcements