جدید الشمول محصلانو د نوملیکنې خبرتیا!
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته د ۱۴۰۵ لمریز کال په کانکور ازموينه کې بريالیو جدیدالشمول محصلينو ته خبر ورکول کېږي، چې د نوملیکنې موخه دې له(۲۵/۰۴/۱۴۰۵هــ . ش) نېټې څخه تر(۰۵/۰۵/۱۴۰۵هــ . ش) نېټې پورې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه مراجعه وکړي.
پاملرنه: د نومليکنې پر مهال باید لاندې موارد په جدي توگه په پام کې ونيول شي:
1 - د بریالي محصل فزيکي شتون اړین دی.
2 - اصل برېښنايي تذکره چې د کانکور نومليکنه یې پرې کړي وي او د تذکرې دوه رنگه کاپي باید ولري.
3 - څلور قطعې (۳û۴) انځورونه، چی بکگراونډ یې سپين وي.
4 - خپل شهرت (نوم، پلار نوم او نيکه نوم) په انگليسي ژبه بايد په ليکلې بڼه له ځان سره ولري.
5 - هر محصل باید د دولسم يا څوارلسم ټولگي فراغت اسناد، فعال موبايل نمبر، ایمیل ادرس او ID نمبر ولري.
ټول جدید الشمول محصلان دې د پورته مواردو په نظر کې نیولو سره، په سالار باغ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو آمريت ته مراجعه وکړي.
يادونه: د نومليکنې وروستۍ نېټه د(۵/اسد/۱۴۰۵هــ . ش) ده.
