الحق المبين کتاب په سيالۍ کې د گډونوالو محصلانو د پام وړ!!

Abdullah Saeed
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو هغو محصلينو ته چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري په پلان شوې ازموينه(الحق المبين کتاب سيالۍ) کې يې نومليکنه کړې وي، خبر ورکول کېږي چې ازموينه به یې سبا د سه‌شنبې پر ورځ چې 24/ميزان/1403 هـ .ش يا د 12/ربيع الثاني/1446 هـ .ق له نېټې سره سمون لري، د ماسپښين پر 2:00 بجو د ياد پوهنتون اړوند په يارگل بېله کې اخيستل کېږي، ټول گډونوال محصلان دې خبر وي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۲
Background image

کتاب لوستنې سيالۍ ته د نومليکنې خبرتيا!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونيت پلان لري، چې د کتابتون عمومي مديريت په چوکاټ کې د کتاب لوستنې سيالي ترسره کړي، په دغې سيالۍ کې به درېيو لومړنيو گټونکو ته ډالۍ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۳۹
Background image

د مقاله ليکنې سيالۍ خبرتيا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د علمي څېړنو او مجلو معاونيت په پام کې لري، چې د ناسمو رواجونو مخنيوي په هکله د(۱۷مه) گڼه فرمان د ښه تطبيق او پوهاوي په موخه د پېنځه‌گونو پوهنځيو . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۳:۵۹
Background image

د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون ليد لوری او رسالت

ليد لوری:

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون غواړي چې د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، له معاصرې تکنالوژۍ څخه په استفادې، د علمي څېړنو او معیاري تدریس پر مټ، په ملي کچه یو معتبر . . .

Back to announcements