له اقتصاد پوهنځي۹۲ تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

Abdullah Saeed
Tue, Jun 23 2026 4:31 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له دوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي زده‌کړو وروسته په نهمه دوره کې(۹۲) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې موخه ترتيب شوې غونډه کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او د هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.

غونډې ته د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلينو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه، خوښ او خوشحاله يم او افتخار کوم چې نن ورځ په اسلامي روحيه او د اقتصاد په يو ډېر مهم مسلک کې روزل شوي کادرونه د ټولنې او نظام د خدمت لپاره وړاندې کوو. نوموړي فارغېدونکو محصلينو ته په خطاب کې وويل دا چې اقتصاد د ملک د پرمختگ مهم سبب دی نو د ولس هوساينې، اقتصادي پياوړتيا او ځان‌بسياينې لپاره کلک هوډ او قوي ژمنه وکړئ.

 په غونډه کې د پوهنتون علمي مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د محصلانو مرستيال مفتي شېر افضل منصور، د اقتصاد پوهنځي رئيس پوهنيار حامد احمد مراد او نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې د علم ارزښت او اهميت بيان کړ او فارغېدونکي محصلين يې لا نورو لوړو زده‌کړو ته وهڅول. په پای کې غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Aug 20 2026 11:37 AM
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

Tue, Aug 18 2026 2:46 PM
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

Sat, Aug 15 2026 4:01 PM
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS