د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

Abdullah Saeed
Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
SJAU

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره برابره ده، په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې په رسمي ډول پیل شوې او د درې اونيو ترڅ کې به له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په پوره شفافیت سره واخيستل شي. د يادونې وړ ده، چې د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه د پوهنتون رهبري او د ازموینو ځانگړی هيئت دوامداره څارنه کوي او د خپلو ليدنو په ترڅ کې يې د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه کړې چې ازموینې باید پر ټاکلي وخت او پوره شفافيت سره واخلي او پایلې دې پر خپل وخت محصلينو ته اعلان کړي.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS