پوهنتون د علمي چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Tue, Apr 07 2026 2:54 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاون قاضي عبدالهادي فضلي د ياد معاونيت تر چتر لاندې د کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه چې په کې د نصاب، پلان او پاليسۍ، تضمین کیفیت، او برېښنايي زده‌کړو د عمومي کمېټو مسؤلينو برخه لرله. دغه ناسته چې په علمي چارو معاونيت کې ترسره شوه په کې د کمېټو پر تشکيل او اړوندو فعاليتونو پر لا ښه تنظيم بحث او پرېکړې وشوې. په ياده ناسته کې د علمي چارو مرستيال د کمېټو مسؤلينو ته په اړوندو کاري برخو کې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او دغه ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS