پوهنتون د رهبري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۳:۲۸
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې په کونړ ولايت کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموينې لپاره د چمتووالي او نور بېلابېل موضوعات په کې بحث او لازمې پرېکړې پرې وشوې.

پوهنتون رييس د پرانیستې وینا پر مهال د ښه راغلاست ترڅنگ د يادو  موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د يادونې ده چې د ازموینو ملي ادارې له پلان سره سم د کونړ ولایت د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې د بایومتریک معلوماتو ثبتولو پروسه به راتلونکې دوشنبه او سه‌شنبه د غبرگولي/جوزا پر(۲۶- ۲۷مه) نېټه او د کانکور ازموینه به د چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو د غبرگولي/جوزا پر(۲۸۲۹۳۰مه) نېټه په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون-يارگل بېله کې واخیستل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۶
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي پېنځه تنو استادانو پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل علمي کنفراسونه وړاندې کړل

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب دپيارتمنت استاد پوهنمل دوکتور محمد رحمان رحماني او د انگليسي ژبې او ادب دپيارتمنت استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۵۴
Background image

پوهنتون رييس د دعوت او ارشاد آمريت د پروگرامونو په لړ کې د پوهنتون له استادانو سره اصلاحي مجالس داير کړل

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د اصلاحي مجالسو په ترڅ کې د پېنځه‌گونو پوهنځیو استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د بشپړ تنفيذ په برخه کې جدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري د عقودو په هکله توشيح شوی فرمان تشريح شو

د ‏سيد جمال الدين افغاني پوهنتون منسوبيو ته د شيخ عبدالمالک محسن له لوري د عقودو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د نوي توشیح شوي(۲۳ مه) گڼه فرمان په اړه د پوهاوي سېمينار. . .

BACK TO NEWS